د افغانستان په ټاکنو کې د رسنيو دقيقه شکل نيونه
د کاکوجان نيازى لیکنه د کاکوجان نيازى لیکنه

د خلکو په يو نظام کې  د رسنيو لخوا د ټاکنو د سم پوښښ لپاره درې ټکي اړين دي:

د رسنيو او ټاکنو د خپلواک کميسون لپاره د اجراتو لپاره د سمو مقرراتو وضعه کول،  له مقرراتو له اجرا څخه د رسنيو څارنه، او په پوره او کافي وسايلو باندې د دوى سمبالول.

په داسې جال کې چې په رسنيو باندې وضعه شوي مقررات په هر هيواد او هرځاى کې چې واضح او روښانه وي  او د ملي او نړيوالو قوانينيو برخه وي، او د سيمې د واقعيتونو سره سم د اړوند جغرافيه وي موقيعيت سره سم وي په رسنيو بايد د دولت او سياست مدارانو لخوا محدوديتونه وضعه نه شي  او يا هم له جريانونو څخه لرې پاتې شي.

رستى بايد لکه نور مدني بنسټونه ونه شميرل شي.د ټاکنو په ترڅ کې په رسنيو باندې شرطونه پلي کول په دوى باندې د محدوديتونو د وضعه کولو په يوه بهانه وا نه وړي. خبريالان بايد د سياسي ډلو د مشرانو په ناسته کې د ګډون حق ولري د دې سره سره که ياده شوې رسنى د کوم کوم حزب يا هم هغه حزب سره د ټاکنو په ترڅ کې مخالفه هم وي.که چيرې د رسنيو په اءلاع رسونه باندې څه مقررات وضعه کيږي بايد چې سياسي ډلې او هغه کسان چې د دوى پورې اړوندي دي هم په دې مقرراتو کې شامل وي.د ملي نظ لرونکي کسان په داسې حال کې چې د مدني ټولنو او نړيوالو څارونکو لخوا د هوکړې وړ وي کولاى شي چې د رسنيو د اطلاعاتو څرنګوالى وګوري. يو لوري ته د طرفداري پر وخت بايد رسمي شکايت درج او ورته رسيده ګي وشي. د رسنيو لخوا شوي تبليغات که چيرې د مخالف حزب د جواز د لاسه ورکولو، او يا د مخالف حزب د ازار او ځورونې لامل شي  او دې ته ورته نور بدې اغيزې ولري بايد وخيړل شي  او په اړه يې وړ ګام ازچت شي.

هغه هيوادونه چې ځواکمنه ولسي جرګه او د ټاکنو دايمي کميسون لري په دې توانيدلي دي چې بسيط مقررات وضعه کړي  او هرې ټولنې ته يې د اجرا لپاره وړاندې کړي.دا وړتيا کولاى شى يو خپلواک د ټاکنو کميسون د يو داسې ي وابسته غړي په توګه چې دواړو رسينو او مخالفو احزابو له برخورد څخه وساتي او دوى دې ته اړباسي چې دې کميسون ته درناوىوکړي.

د سمو مقراراتو وضعه کول کولاى شي د ټاکنو اوکميسون داوړو لپاره ګټورې وي او کولاى شي محکمه او يا محاکم دواړه يو ډول د رسنيو او احزابو د درناوي لاندې راولي، چې په نهايت کې به د دې مقرراتو په نه شتون کې دې ته رسيده ګي وشي.

پر رسنيو باندې وضعه شوي مقررات دا لاندې دي:

١- د اتهام او افترا ضد قانون.

٢- د کينه پيداکونکو څرګندونو سره برخورد.

٣- د راډيو او ټلويزون امواجو ته لاس رسى.

٤-د چاپي رسنيو لپاره د مقرراتو وضعه کول.

٥-د کانديد او حزب لپاره د اعلاناتو په برخه کې د مقرراتو برابرول چې حجم او محتوا يې دواړه ځانګړې کړاى شي.

٦- د کانديد حزب لخوا د عامه مالي منابعو په مصرف کې سهم .

٧-د مالي منابعو په اړه د خلکو پوهاوى ، ياد شوي اعلانات د خلکو لپاره.

٨-د سياسي اعانو پر مهال د خلکو پر حقوقو پوهيدنه.

٩-د نړيوالو رسنيو تمويل او لاس رسى.

١٠-د احزابو مذاکرات.

١١-د رايه ورکونې زدکړه.

١٢-د خبريالانو په رسميت پيژندل.

١٣-د کانديدانو نوم لړ او د دوى څخه رپوټ.

١٤-د نوم ليکنۍ، څارنې، او رايه شميرنې برخۍ ته لاس رسى.

١٥-په انټرنيټ باندې مقررات.

١٦-د  هغو مقالو سره برخورد چې چې محتوايي متضاد او طرفدارانه وي.

په هغو هيوادونو کې چۍ د وګړيز جوړښت لري د ټاکنو پر مهال د رسنيو څخه څارنه هم بل يو مهم بحث دى .

لږ څه څارنه د کانديدانواو سياسي  احزابو د څرنګوالي ټاکنه ده د ټاکنيزو هڅو پر مهال.د څرنګوالي څخه پوښښ  چې د ملي او نړيوالو معيارونو سره سم  او رايه ورکونکو ته د پوره اطلاعاتو رسول.

د زياتوالي څخه څارنه د دې لامل کيږي چې يوه رسنى د خلکو په وړاندې اعتماد لاس ته راوړي.

د څارنې کړنې د دواړو ترمنځ د رسنى او د سياست د اهل ترمنځ شفافې وي. څارونکې ډله د يو غير جانبدارنه بنسټ په توګه بايد ور ته درناوى وشي.غير حکومتي بنسټونه، اکاډميک تاسياست، او يا هم رسينز انجمنونه  د خلکو د باور په پيدا کولو  او منصفانه عملکرد په ترسره کولو سره  دوه اړينۍ بدنې دي.په څارنه کې بايد ټولې مهمې رسنى شاملې وي. او د دوى د کار سره سم ګڼې کړنې وکاروي.ځايي او سيمه ايزې رسنى هم بايد له پامه وو نه غورځوو. غير معروفو تبليغاتو ته لکه د پوسترونو او انيټرنيټ له لارې ته هم بايد رسيده ګي وشي.د هر ډول رسنى  او د دوى د کړنو هيرول د رسنيو د اعتبار د له لاسه ورکولو خطر دى.

د رسنيو څخه د دوى د کميت او فعاليت  په اړه تحليل يو نا سم او نا مکمل نظارت دى.د يوې رسنى  د پوښښ کچه  او يا د يوې چاپي رسنى چې د يو خاص حزب وي ، د بيلګې په ډول د ليکلو بڼه يې، په کومه توګه او لحن ليکل شوي دي ايا ليکل شوې کرښې ملاتړ کونکې دي  او  که منفي ګرا دي.د يوې ليکنې محتوا همدومره مهمه ده لکه څنګه يې چې حجم مهم دى. تر کومه ځايه چې کيدونکي وي د کيفيت څخه څارنه مهمه ده.

په هغو هيوادونو کې چې د ولسواليو يا ولايتي شورا ټاکنې يې ډيرى د سراسري ټاکنو په ترڅ کې کيږي د رسنيو له کيفيت څخه څارنه کولاى شي د رسنيو د څارونکو لپاره د ټاکنو پر مهال يوه ښه تجربه وي.


June 27th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات